
ایکنانیوز د المیادین خبری چینل له قوله راپور راکړ د لبنان د روغتیائي چارو وزیر رکان ناصرالدین په یو لړ څرګندونو کې نن سهار ووئيل؛ په لبنان کې پرون په کابو سلو ځایونو باندې د وحشي صهیونیسټي رژیم په بې آمانه ناڅاپي حملو کې د شهیدانو شمیردوه سوه درو تنو ته رسیدلی او څه دپاسه زر نور کسان هم پکې ټپیان شوي دي چې ځیني ئې مرګي حاله راپور شوي دي.
له بل پلوه الجزیره خبری چینل هم راپور ورکړی چې نن سهار وختي هم د لبنان په جنوب کې په العباسیه ښارګي د وحشي صهیونیسټي رژیم په بمباریو کې کابو اوه کسان شهیدان او یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي.
د وحشي صهیونیسیټي رژيم جنګي الوتکو دغه راز د لبنان په جنوب کې په دوو ښارګیو الشرقیه ااو میفدون او د الطاهر پر لوړو هم بمباري کړې ده.
په همدې ارتباط د لبنان حزب الله مبارز ولسی غورځنګ نن سهار ددغو یرغلونو په غبرګون کې پر نیواکي ټاټوبو دتوغندوي باران خبر ورکړی او وئيلي ئې دي، د هیواد او دمونږ د ملت په ضد به د امریکائي اسرائيلي دتیریو تر بندیدا پورې خپلو ځوابونو ته دوام ورکړي.
ددغه غورځنګ په خبرتیا کې راغلي دي، د دښمن له خوا د اوربند د موافقې د خلاف ورزئ په غبرګون کې ئې په المناره ښارګوټي د توغندیو برید کړی چې ډير تاوانونه ئې اړولي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4345401